د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بېلابېلو مرکزي ریاستو کې د دیني زدهکړو د بهیر د پراختیا په موخه شپږ تنه تدریس کوونکي وګمارل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د وړاندیز په اساس، د وزارت په بېلابېلو مرکزي ریاستونو او آمریتونو کې د کارکوونکو د دیني پوهاوي د کچې لوړولو او د دیني زدهکړو د بهیر د پراختیا او منظمولو په موخه، شپږ تنه محترم مولوي صاحبان د خپلو اصلي دندو ترڅنګ د تدریس کوونکو په توګه هم وګمارل شول.
د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو وویل: په دغو ریاستونو کې د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د خلکو د فرهنګ ریاست، د افغانستان عمومي موزیم، د افغانستان عمومي آرشیف، داخلي تفتیش، د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو او د ورځپاڼې ریاستونه، همدارنګه د ژوندیو نمایشاتو وړاندې کوونکی آمریت او نګارستان آمریت شامل دي.
د مسؤلینو په خبره د دعوت او ارشاد ریاست د وزارت ټولو کارکوونکو ته د دیني زدهکړو د وړاندې کولو هڅې په منظم ډول روانې ساتلې دي. یاد ریاست د شته بشري ظرفیتونو او امکاناتو په کارولو سره هڅه کوي، چې د وزارت په ټولو برخو کې د دیني زدهکړو بهیر پراخ او د کارکوونکو دیني پوهاوی لا پیاوړی کړي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق
