د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۸
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب شیخ شیر احمد حقاني د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د یتیمانو ښارګوټي او د باباجي مواصلاتي پل له رغنیزو چارو څخه یې لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد ښاغلي وزیر صاحب او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هلمند کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د روانو پروګرامونو، لاسته راوړنو، تاریخي سیمو، سېلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د رسنیو ستونزو، د یاد ریاست لپاره د نوي اداري ودانۍ د اړتیا، د جهادي آثارو راټولولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب په بېلابېلو برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل همدارنګه د دغه ریاست د روانو پروګرامونو او لاسته راوړونو څخه یې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: هلمند ولایت د جغرافیې موقیعت له اړخه یو لوی ولایت دی او دا ولایت په تېر شل کلن اشغال کې خورا زیات ځپل شوی دی، ولسونو یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي او اوس یې ولسونو ته خدمت کول زموږ دنده ده.
همدارنګه ښاغلي وزیر صاحب د چارو لا ښه والي په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بېلابېلو برخو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې هم وکړې
دغه راز د یاد سفر په ترڅ کې ښاغلي حقاني صاحب د هلمند والي مولوي امان الدین منصور او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په ملتیا، مرکز لښکرګاه ته څېرمه د یتیمانو ښارګوټي د جوړېدو له روانو چارو او د باباجي ولسوالۍ د جوړېدونکي مواصلاتي پُل د جوړیدو له چارو څخه هم لیدنه وکړه.
د هلمند والي الحاج مولوي امان الدین منصور د لیدني پر مهال د دغه ښارګوټي د ارزښت او ټولنیز اهمیت په اړه خبري وکړې او ویې ویل: د یتیمانو لپاره د استوګني د مناسب ځای برابرول یو ارزښتمن خیریه اقدام دی، چي د بې‌سرپرسته ماشومانو د ژوند د ښه کېدو، د هغوی د ستونزو د کمېدو او د یوه باثباته راتلونکي په جوړولو کي مهم رول لري.
ښاغلي حقاني د دواړو پروژې د اهمیت په پام کي نیولو سره د چارو د لا چټکتیا، ساختماني کیفیت او د ټاکل شوو معیارونو مطابق د کار د ترسره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او اړوندو انجینرانو او مسؤلینو ته یې اړینې سپارښتنې هم وکړې.

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۸
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب شیخ شیر احمد حقاني د یو پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د یتیمانو ښارګوټي او د باباجي مواصلاتي پل له رغنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۳۱
Background image

غزني کې سلګونو ځوانانو ته عقیدوي سیمینار پیل شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت سلګونو ځوانانو ته په یاد ریاست کې عقیدوي سیمینار پیل شو.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د دغه ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۲۸
Background image

(له هریوا تر نیشاپوره) شپنۍ مشاعره ترسره شوه

هرات ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ او د دې ولایت د ادبي ټولنې په ګډو همکاریو (له هریوا تر نیشاپوره) په نوم ادبي مشاعره د لسګونو هراتي او ایراني شاعرانو،. . .

BACK TO NEWS