د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر غزني ولایت ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني د یو پلاوي په مشرۍ غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ، همداراز یې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه.
د غونډې په پیل کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د غزني ولایت مسؤلین او ولس د اسلامي امارت د مشر له فرامینو بشپړ اطاعت او پیروي کوي.
ورته مهال ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د تشریح ترڅنګ وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) ټول فرامین د قرآنکریم له مبارکو آیتونو او نبوي سنتو څخه اخیستل شوي او د ټولنې د اصلاح او د ولس د ګټې لپاره صادر شوي دي.
په دې غونډه کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد فرمان پر ښه عملي کېدو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د رسنیو مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو رول مهم او ارزښتناک وباله.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او ورسره مل پلاوي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس له ښاغلي حقاني څخه د غزني موزیم د آثارو د نندارتون لپاره د یوه معیاري کمپلکس د جوړېدو د پروژې منظوري غوښتنه وکړه.
همداراز ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د دې ریاست د ترسره کړیو کړنو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د غزني د تاریخي او جهادي آثارو لپاره به د یوه معیاري نندارتون د جوړېدو په برخه کې جدي اقدامات وشي.
په دې لیدنه کې ښاغلي فراهي چې یو شمېر فرهنګي مقاماتو یې ملتیا کوله، د خپرونو برخو، ښوونیز مرکز او د البیروني عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړه.
۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
