د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د سیرت النبي ﷺد سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
دغه سیالۍ د لوګر اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري د مرکز او یو شمېر ولسوالیو څخه د ښوونځیو، دیني مدرسو زده کوونکو، زده کړیالانو او ځوانانو په شمول شاوخوا دوه سوه تنو تر منځ ترسره شوې وه، چې ۱۸ تنه مخکښ ګډونوال یې د یوې غونډې په ترڅ وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري د دغې سیالۍ ټولو ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: له اکثره ځوانانو څخه په بې پامی کې د پردیو کلتورونو تقلید کیږي، چې ورته سیالۍ کولای شي، د دښمن د شومو موخو مخه ونیسي او ځوان نسل د خپل خوږ نبي ﷺ له سیرت او صورت سره پوره آشنا کړي.
دغه راز ښاغلي جوهري له دا ډول علمي سیالیو څخه موخه د ځوان نسل فکري رغښت، د دیني او عصري زده کړو په برخه کې د دوی د معلوماتو زیاتوالی او په ټولنه کې د مطالعې دود غښتلي کول یاد کړل.
دغه راز د یادې سیالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له علمي پروګرامونو څخه د مننې ترڅنګ د ورته نورو پروګرامونو جوړولو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه لیپ ټاپ کمپیوټر، دویم مقام ګټونکي ته یو سیټ مبایل، دریم مقام ګټونکي ته یو لاسي ساعت، او پاتې نورو مخکښو ګډونوالو ته کتابونه او بېلابېلې ډالۍ ووېشل شوې.
۱۴۴۷/۴/۲۳ هـ ق
