د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې
د غزني او پکتیا ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندیویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا، خبریالانو ته د اسانتیاوو د برابرولو او د رسنیو ترمنځ د همغږۍ د لاپراختیا په موخه د همغږۍ ناستې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دي او هڅې کوي، چې د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو لپاره لا مناسب چاپېریال او اسانتیاوې برابرې کړي. ځکه د خبریالانو او رسنیو پیاوړتیا د ټولنې د پرمختګ او د معلوماتو د سم لېږد لپاره مهم ارزښت لري.
دغه راز مسؤلینو د اطلاع رسونې په برخه کې د رسنیو پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې همغږي د رسنیز کار د کیفیت د لوړوالي لپاره مهمه ده.
په ناسته کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه له مسوولینو سره شریک کړل، چې د مسوولینو له لوري یې د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند شو.
۱۴۴۸/۱/۹ هـ ق
