د امارتي ادارو ویاندویانو او د رسنیو استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۰:۳
..

ارزګان کې د امارتي ادارو ویاندویانو او رسنیو استازو سره، په رسنیزو چارو کې د همغږۍ د لاپیاوړتیا په موخه ناسته وشوه.
مسؤلینو د رسنیو استازو څخه د بې طرفه او متوازنو راپورونو خپرولو په موخه مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ رسنۍ د ولس سترګې، غوږونه او ژبه ده، باید د خبریالانو د ګمارلو پروسه د رسنیو د قانون تر چتر لاندې ترسره شي، دوی د رسنیو له استازو څخه وغوښتل، چې د ولس غږ په نامه یوه ګډه خپرونه جوړه کړي، ترڅو ټولې ادارې ولس ته د خپلو فعالیتونو، ستونزو او لاسته راوړنو په اړه په مستقیمه توګه معلومات وړاندې کړي.
د ناستې ګډونوالو په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې معلوماتو ته په وخت لاسرسی د ولس د باور جوړولو لپاره اړین دی او د دې ډول ناستو دوام د ستونزو د مخنیوي په موخه مهم دي.

۱۴۴۷/۷/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱۷
Background image

جلریز کې ١٣ مه ګڼه فرمان تشریح شو

د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري ګڼ شمېر ولسي وګړو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌ الله)  ۱۳مه ګڼه (د انساني قاچاق مخنیوی) فرمان تشریح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS