د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي هرات او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر اژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسانالله حسان هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د منصوري کډوالو له کمپ څخه لیدنه وکړه. نوموړي د کمپ وضعیت، شته امکانات او له کډوالو سره د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی وارزولو او د معلوماتو رسولو، لارښوونې او د کډوالو د ښه هرکلي په اړه یې له اړوندو مسؤلینو سره خبرې وکړې.
دغه راز ښاغلي حسان نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ورېښمو پله له لارې هېواد ته د تازه راستنو شویو افغانانو له کمپ څخه هم لیدنه وکړه، د هغوی وضعیت، شته امکانات، د استوګنې شرایط او کډوالو ته د وړاندې کېدونکو مرستو او خدمتونو څرنګوالی یې له نږدې وارزولو.
ښاغلي حسان بېرته راستنو شویو ته د عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې کډوالو ته باید د شته مرستو، اسانتیاوو، حقونو او خدمتونو په اړه کره او پر وخت معلومات ورکړل شي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق
