د بادغیس والي د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس، د امارتي ادارو ویاندویانو او د سیمهییزو رسنیو له مسؤلینو سره ناسته وکړه
د بادغیس والي الحاج ملا وليجان رحمت په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس، د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمهییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د بادغیس والي الحاج ملا ولي جان رحمت وویل: موږ خوښ یو چې له رسنیو سره غونډه ترسره کوو او له هغوی سره نږدې همکاري لرو. رسنۍ باید د اسلامي امارت فعالیتونه او لاسته راوړنې په پراخه توګه انعکاس کړي، ترڅو خلک د نظام له فعالیتونو څخه لا زیات خبر شي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رسنۍ د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو پُل وباله او زیاته یې کړه: موږ تل له رسنیو سره همغږي لرو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به له هېڅ ډول همکارۍ او مرستې ډډه ونه کړو.
د غونډې په پای کې، د سیمهییزو رسنیو مسؤلینو د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې د بادغیس ولایت د محلي ادارې له همکاریو څخه خوښي او مننه څرګنده کړه.
۱۴۴۷/۱۲/۷ هـ ق
