د خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۳:۲۹
..

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الاعتصام علمې ادارې په ګډې همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي ګډونوالو ته د اسلامي امارت د رسنیزو تګلارو، د اطلاعاتو د خپرولو د اصولو او د ویاندویانو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د اطلاعاتو په خپرولو کې صداقت او رښتینولي په پام کې ونیسي او د ادارو اړوند معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي.
دغه راز د بغلان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل انصارالله عمري هم د خبر لیکلو پر اصولو خبرې وکړې او د خبر پېژندنې، د خبر لیکلو او د خبر د سرچینو اړوند موضوعات یې تشریح کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه یو ورځنی علمي سیمینار د خبریالانو او امارتي ادارو د ویاندویانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د کره معلوماتو د خپرولو په موخه جوړ شوی و.

۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الاعتصام علمې ادارې په ګډې همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې ګڼ شمېر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۴
Background image

خوست کې ځوانانو ته فکري او روزنیز سمینار وړاندې شو

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ځوانانو ته د فکري او روزنیز سمینار په ترڅ کې د سالمې ملګرتیا، د ځوانانو د مسؤلیتونو او په ټولنیز ژوند کې د ځوانانو د رول په اړه معلومات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون لسګونو زده کړیالانو ته روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په دغه ریاست کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لسګونو تنو زده کړیالانو ته د عامه. . .

BACK TO NEWS