د خپرونو چارو معین د پروان پوهنتون سره د علمي او رسنیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یوه پلاوي په مشرۍ پروان ولایت ته د سفر پر مهال د پروان پوهنتون له رئیس دوکتور مولوي محمدعزیز کاظم سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د لوړو زده کړو بنسټونو ترمنځ د علمي، ښوونیزو او فرهنګي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو او د ژورنالیزم پوهنځي د زده کړیالانو د ظرفیت لوړونې او د کتابتونونو سمبالول د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه وبلل شول.
د خپرونو چارو معین د پروان پوهنتون له اداري او علمي پرمختګونو څخه د مننې ترڅنګ، د ژورنالیزم پوهنځي اړوند د (ابتکار) راډیو له سټوډیو او د دغه پوهنتون له عامه کتابتون څخه هم لیدنه وکړه او د زده کړیالانو د عملي او څېړنیزو مهارتونو په لوړولو کې یې د دغو مرکزونو رول مهم وباله.
ښاغلي فراهي وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی، چې د تخصصي روزنیزو پروګرامونو په جوړولو، د ظرفیت لوړونې فرصتونو په برابرولو او د اړتیا وړ کتابونو په ورکړه کې له پروان پوهنتون سره همکاري وکړي، ترڅو د ژورنالیزم پوهنځي د زده کړیالانو د زده کړو بهیر او د پوهنتون علمي سرچینې پیاوړې شي.
د پروان پوهنتون رئیس دغه همکارۍ د لوړو زده کړو او فرهنګي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام وباله او د متخصص او ژمن بشري ځواک د روزنې لپاره یې د علمي تعامل پر دوام ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۱/۱۴ هـ ق
