د دولتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۲:۳۶
..

د بادغیس او کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د دولتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره کړې، ترڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د فرمانونو په اړه عامه پوهاوی رامنځته، د خبریالانو ستونزې حل، له هغوی څخه ملاتړ او د اطلاع رسونې چارې لا ښې او منظمې شي.
د بادغیس او کاپیسا ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولینو د اسلامي ارزښتونو په ساتنه، د یو بل منلو ته د عامه افکارو برابرولو، د باور په رامنځته کولو، د خلکو په پوهاوي او د خلکو او نظام ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا کې د رسنیو رول مهم وباله او ویې ویل: چې رسنۍ د فکري ودې او د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره اغېزمنې دي.
هغوی زیاته کړه؛ چې خبریالانو ته د کاري اسانتیاوو برابرول، اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسی او د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د بشپړې همغږۍ ساتل د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. دوی د دولتي ادارو له مطبوعاتي مسوولینو وغوښتل چې رسنیو ته دقیق، مسوولانه او پر وخت معلومات وړاندې کړي، څو ولس د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه په بېلابېلو برخو کې خبر شي.
د غونډې په ترڅ کې د رسنیو مسوولینو، خبریالانو او د دولتي ادارو ویاندویانو خپلې نظریې، ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل. هغوی د دا ډول غونډو جوړول ګټور وبلل او د ورته غونډو د دوامدارې او پرله‌پسې جوړېدو غوښتنه یې وکړه.
د غونډو په پای کې پر ګډې همکارۍ او دوامدارې همغږۍ ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د رسنیو د ستونزو حل، له خبریالانو څخه د ملاتړ او اطلاعاتو ته د لا اسانه لاسرسي د برابرولو په موخه به دا ډول غونډې دوام ولري.

۱۴۴۸/۴/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۲:۳۶
Background image

د دولتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې ترسره شوې

د بادغیس او کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د دولتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډې ترسره کړې، ترڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

له فرهنګي فعالانو، شاعرانو او اديبانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

په دغه ناسته کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار، ګڼ شمېر شاعرانو، ترانه ویونکو او لیکوالانو ګډون درلود.
په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د خپرونو چارو معین د رسنیو له مسؤلینو، ژورنالیستانو او د اړوندو بنسټونو له استازو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د یاد معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفی الله رائد او د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین. . .

BACK TO NEWS