د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د فاریاب ولایت د والي ملا محمد حنیف حمزه په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمسالدین محمدي په شتون کې د دولتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د فاریاب والي ملا محمد حنیف حمزه له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د احکامو او فرامینو په خپرولو او د هغو د محتوا په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخو کې پوره هڅې وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د فاریاب په ولایت کې د زمري ۲۴ مې (د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې او بریا) د پنځمې کلیزې د شاندارو مراسمو د جوړېدو په اړه راپور وړاندې کړ او د سیمهییزو رسنیو او امارتي ادارو مسؤلینو له ترسره کړې همکارۍ څخه یې مننه وکړه.
نوموړي د خبریالانو او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل: په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولایت کې د خبریالانو او د امارتي ادارو د مسؤلینو ترمنځ هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.
ورته مهال یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د امنیت د ټینګښت او د ولایت د مقام له همکاریو څخه مننه وکړه او خپلې کاري ستونزې او ننګونې یې بیان کړې، چې د فاریاب والي د دغو ستونزو د حل په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق
