د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۳۵
..

 د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې او پوهنې ریاست په همکاریو چې د دیني مدرسو او ښوونځیو ګڼ شمېر استادانو او امرینو ترمنځ د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.‎‎
‎د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر له یادې سیالۍ ترسره کولو څخه موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې په اړه د عامه پوهاوي کول وبلله او زیاته یې کړه، چې د یادې سیالۍ ۳۰ تنه مخکښ ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د یادوني وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ورته سیالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کندهار په سپین بولدک، ژړۍ او دامان ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

۱۴۴۸/۲/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۷
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلینو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو ترمنځ د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د فرهنګي میراثونو د پیاوړتیا او د کابل ښار د تاریخي سیمو د لا ښه مدیریت په موخه د همغږۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۵۴
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې ورځې په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز قلات ښار کې لسګونو ځوانانو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان او د زمري ۲۴مې (د فتحې او آزادۍ) ورځې په اړه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

لغمان او لوګر ولایتونو کې د آزادۍ ورځې په مناسبت مشاعرې ترسره شوې

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز مهترلام ښار او د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري په دې ولسوالۍ کې د آزادۍ ورځې په مناسبت مشاعرې ترسره. . .

BACK TO NEWS