د غزني درېيو ولسوالیو کې علمي سمینارونه وړاندې شول
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د تېرو درېیو ورځو په لړ کې د پوهنې آمریتونو په همغږۍ په رشیدانو، زنخان او خواجه عمري ولسوالیو کې ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د عامه پوهاوي او فکري اصلاح په برخو کې مهمې او ارزښتمنې خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې د تیرو یرغلونو پر مهال تپل شوي افکار چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف وي، په وړاندې مبارزه وکړي.
نوموړي د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د تشریح تر څنګ د درواغجنو خبرونو، تبلیغاتو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: اسلامي امارت په تیرو پنځو کلونو کې د حکومتولۍ ټولې چارې په ښه ډول مدیریت کړې دي.
همدارنګه، د سیمینارونو وړاندې کوونکو په ټولنه کې د ځوانانو رول، د ټولنې فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه خبرې وکړې او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د یادو ولسوالیو مسئولینو او ځوانانو د دې پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل او د دې پروګرامونو د دوام ملاتړ یې وکړ.
۱۴۴۸/۳/۲۹ هـ ق
