د غور ولایت  د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس یو شمېر ولسوالیو ته رسمي سفر وکړ

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۳:۵۶
..

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ او هلته یې له مسؤلینو، ډلګۍ ‌مشرانو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ولیدل.
ښاغلي زعیم له دوی سره په لیدنو کې د لوحو د اصلاح او د کتابونو د ارزونې کمېټو د جوړولو او په بېلابېلو برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پالیسیو په اړه خبرې وکړې، همدارنګه د مسؤلینو له لوري د شهیدانو د ژوند لیکونو او د جهادي اثارو د راټولولو اړوند فورمې هم په ډلګۍ مشرانو وویشل شوې.
د یادو ولسوالیو مسؤلینو، جهادي ډلګۍ مشرانو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سفر هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د یاد ریاست هڅې مهمې وبللې. دوی همدارنګه د شهیدانو د ژوندلیکونو او جهادي اثارو د راټولولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ هم څرګند کړ.

۱۴۴۸/۶/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته درې عدده فرانسوي مخابرې وسپارل شوې

د لغمان ولايت جهادي شخصيت ملا عبدالقاهر اخندزاده د خپلې جهادي دورې پر مهال له فرانسویانو څخه نیول شوې درې عدده مخابرې د ښې ساتنې په موخه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۲
Background image

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د جهادي دورې یوه دستګاه وسپارل شوه

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم آمر وویل: یاده دستګاه د مولوي سید اکبر مبرور له لوري جهادي موزیم ته سپارل شوې، چې نوموړي له یادې دستګاه د جهاد پر مهال ګټه اخیسته.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د غور ولایت  د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس یو شمېر ولسوالیو ته رسمي سفر وکړ

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر وکړ او هلته یې له مسؤلینو، ډلګۍ ‌مشرانو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ولیدل.
ښاغلي زعیم له دوی. . .

BACK TO NEWS