د فرهنګ او هنر معین له خطاطانو، مینیاتورانو او نقاشانو سره وکتل

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۳
..

دوشنبه (۱۴۴۸ د محرم الحرام۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د هنرستان ریاست په ملي نګارستان کې له لسګونو استادانو، خطاطانو، مینیاتورانو او نقاشانو سره وکتل.
د دې غونډې موخه د زمري۲۴مې (د فتحې ورځې) د نمانځنې په مراسمو کې د خطاطانو، مینیاتورانو، نقاشانو او هنرمندانو د ګډون کولو، د هنري آثارو له لارې د دغې ورځې د اهمیت او لاسته راوړنو د انعکاس، د ملي روحیې پیاوړتیا، د اسلامي او ملي هنر او فرهنګ دودول او د هنر په ژبه نړۍ ته د فتحې ورځې د پیغام رسول وو.
د غونډې په پیل کې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د هنر د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه غونډه د فتحې ورځې د نمانځنې په مراسیمو کې د خطاطانو، نقاشانو، مینیاتورانو او نورو هنرمندانو د فعاله ونډې اخیستو په موخه جوړه شوې ده، ترڅو هنرمندان د خپلو هنري آثارو له لارې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او قربانۍ نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې د فتحې ورځې په مناسبت به د لویې جرګې په تالار، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو او یو شمېر ولایتونو کې د هنري آثارو نندارتونونه جوړ شي.
ښاغلي معین صاحب له استادانو، خطاطانو، مینیاتورانو او نقاشانو څخه وغوښتل، چې د زمري ۲۴ مې په ورځ د فرهنګي پروګرامونو د لا ښه ترسره کېدو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي او له قومي، ژبني او سمتي تعصبونو څخه ډډه وکړي؛ ځکه چې د اسلام په سپېڅلي دین کې تعصب هېڅ ځای نه لري.
دغه راز د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب وویل: اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د هنر د ودې او پیاوړتیا ملاتړ کوي. ښاغلي منیب زیاته کړه، چې د فتحې ورځې نمانځل د هېواد د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او هنرمندان، په ځانګړې توګه خطاطان، نقاشان او مینیاتوران، هم باید په دې برخه کې خپل رول په غوره توګه ترسره کړي.
د غونډې په پای کې یو شمېر خطاطانو، نقاشانو، مینیاتورانو او هنرمندانو خپلې نظرونه، وړاندیزونه او مشورې وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې د فتحې ورځې د پروګرامونو د لا شانداره ترسره کېدو لپاره به پوره همکارۍ وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS