د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره ولیدل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۳
...

د خوست ولایت د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي محمد صابر صابري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ځوانانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ځوانانو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او یووالي رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.
نوموړي ژمنه وکړه، چې نږدې راتلونکې کې به د موسی‌خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړي او هلته به د یادې ولسوالۍ له ځوانانو سره په لیدنه کې د هغوی وړاندیزونه او ستونزې له نږدې واوري.
دغه راز ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مشرتابه څخه دوی ته د پاملرنې او ملاتړ له امله مننه وکړه او د موسی‌خېلو ولسوالۍ د مرغې لېسې لپاره یې د یوه عامه کتابتون د جوړولو موضوع هم مطرح کړه.
د یادې لېسې لپاره د عامه کتابتون جوړول د ځوانانو لومړنۍ هڅه ده، او دوی ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هم د علمي، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۴ هـ.ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د باختر آژانس رئیس زابل ته رسمي سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د باختر آژانس رئیس او د کډوالو د عامه پوهاوي باصلاحیته استازي مولوي احسان‌الله حسان زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د فرهنګ او هنر معین بامیان کې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي د یو پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د شش پل لرغونې کاروان سرای څخه لیدنه وکړه.  
د فرهنګ او هنر معین د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۰:۴۳
Background image

د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره ولیدل

د خوست ولایت د موسی‌خېلو ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي محمد صابر صابري سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ځوانانو ته د ښه راغلاست ویلو. . .

BACK TO NEWS