د هنر او فرهنګ معین د کابل له ماشین خانې او له جوړ شوي ماډل څخه یې لیدنه وکړه  

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۳
.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د یو پلاوي په مشرۍ د کابل د ماشین ‌خانې تاریخي سیمې کې د شویو نوښتونو او د دغې سیمې له جوړ شوي ماډل څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عزیزي د یادې لیدنې پر مهال وویل: د هېواد تاریخي شتمنۍ یوازې د تېر وخت یادونه نه دي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره د ملي هویت ساتنې ژوندۍ بېلګې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ماشین‌خانې په څېر ځایونه باید په داسې ډول مدیریت شي چې هم یې تاریخي ارزښت وساتل شي او هم ترې ګټه واخیستل شي.
کابل تاریخي ماشین خانې کې د آغا خان فرهنګي بنسټ له لوري د ماشین‌خانې اړوند زاړه وسایلو، تخنیکي تجهیزاتو او تاریخي اثارو نندارتونونه هم جوړ شوي دي، چې دغه نندارتونونه د افغانستان صنعتي تاریخ په ښه توګه بیانوي د دغو نندارتونونو ترڅنګ د نظامي وسلو یو ځانګړی موزیم هم جوړ شوی، چې پکې د پوځي وسایلو تاریخي بدلونونه او پرمختګونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د آغاخان فرهنګي بنسټ استازو هم د لیدنې پر مهال د فرهنګي میراثونو د ساتنې پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
دهنر او فرهنګ معین په ماشین خانه کې له هغه جوړ شوي فرهنګي ماډل څخه هم لیدنه وکړه، چې په دې ورستیو کې د هېواد د تکړه ځوانانو د آغا فرهنګي بنسټ په مرسته جوړ کړی دی.
په یا ماډل کې په خورا مهارت او ذهانت سره د کابل ښار فرهنګي، صنعتی، رهايشي او مهم تاسیسات طرحه شوي دي.
ښاغلي عزیزي دغه ماډل یو تاریخي نوښت وباله او د کابل ښار د فرهنګي هویت او ارزښتونو د ساتنې په برخه کې یې مهم اثر او لارښود یاد کړ.

۱۴۴۷/۱۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۶
Background image

د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د صیاد هوټل او مېلمستون د دویم پوړ د جوړولو چارې، د یوې غونډې په لړ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی چارو د سمون رئیس مولوي حاجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولینو د میربچه کوټ ولسوالۍ له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس میربچه کوټ او کوهدامن ولسوالیو ته د سفر په لړ کې له ولسوال او د کوهدامن د ورزشکارانو اتحادیې له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه  وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۹
Background image

فراه کې د (نوای نخبګان) په نوم نوې راډیو فعالیت پیل کړ

فراه کې د دغه ولایت د مرستیال والي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، خبريالانو او يو شمير نورو مسؤلينو په شتون کې د (نوای نخبګان) په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پيل کړې.
مرستیال والي مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS