د پښتو ادب د ستر شخصیت ګل پاچا الفت د مقبرې د بیا رغونې چارې بشپړې شوې
د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دبستان فرهنګي مرکز له لوري د پښتو ادب د ستر شخصیت، شاعر، لیکوال او مفکر استاد ګل پاچا الفت د مقبرې د بیا رغونې چارې بشپړې شوې.
د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د یادو چارو له بشپړیدو وروسته د استاد الفت مقبره له نږدې ولیدله او د ترسره شویو رغنیزو چارو ارزونه یې وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي د دې لیدنې پر مهال وویل: استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د ادب او فرهنګ یو روښانه شخصیت و. د داسې ملي او فرهنګي شخصیتونو د اثارو، یادونو او مقبرو ساتنه زموږ ګډ مسؤلیت دی. د هغوی د ژوند او خدمتونو درناوی د خپل تاریخ، هویت او فرهنګي ارزښتونو درناوی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هغو بنسټونو او فرهنګي شخصیتونو هڅې ستایي، چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه او بیا رغونه کې برخه اخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې د تاریخي او فرهنګي آثارو ساتنه او پالنه د راتلونکو نسلونو لپاره د ملي هویت د لېږد مهمه وسیله ده او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د فرهنګي میراثونو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د معاصر پښتو ادب له مخکښو شاعرانو او لیکوالانو څخه و، چې د هېواد د فرهنګي او ادبي ودې لپاره یې ارزښتمن خدمتونه ترسره کړي او مقبره یې د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ په سیمه کې موقعیت لري.
۱۴۴۸/۱/۹ هـ ق
