د کاپي‌ رایټ اصولو د تطبیق  په موخه د مطبعو او کتاب خپرندویه ټولنو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۳۳
...

تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي‌ رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دې ولایت د امارتي او خصوصي مطبعو، فوټو کاپیو، کتاب خپرندویه ټولنو او کتاب پلورونکو له مسؤلینو سره د کاپي‌ رایټ د اصولو د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خوندیتوب په موخه ناسته وکړه.
د ناستې په ترڅ کې د کاپي‌ رایټ د قانون پر اهمیت، د چاپي اثارو د حقونو پر خونديتوب، د اثارو د چاپ پر مهال د قانوني اصولو پر رعایت او د مطبعو د مسؤلینو پر دندو او مسؤلیتونو خبرې وشوې.
د کاپي‌ رایټ آمر د مطبعو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د کتابونو، مجلو او نورو چاپي اثارو د خپرولو پر مهال د کاپي‌ رایټ اړوند قوانین او اصول په پام کې ونیسي او د نورو د علمي او ادبي اثارو له ناقانونه چاپ او خپرولو څخه ډډه وکړي.
نوموړي همداراز د کاپي‌ رایټ د اصولو د پلي کېدو په برخه کې د غونډې د ګډونوالو همکاري مهمه وبلله او ویې ویل: د چاپي اثارو د حقونو ساتنه د علمي، فرهنګي او ادبي اثارو د ودې او خوندیتوب لپاره اړینه ده.
په پای کې د غونډې ګډونوالو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د کاپي‌ رایټ د اصولو د پلي کېدو په برخه کې یې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۸/۴/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS