د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۵۴
.

دوشنبه (۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۱۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه.
همدارنګه د ۲۶ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۲۹ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
په دې ناسته کې د یو شمېر خپرندویانو ترمنځ د حقوقي ستونزو او همدارنګه د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخو کې د کاغذ، رنګ، پوښ او نورو اړینو توکو د بیو د راکمولو د غوښتنو په اړه بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
د ناستې په پای کې د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت استازي مولوي عبدالناصر رقیب څخه چې په یاد کمېسیون کې یې ارزښتمن فعالیتونه او همکارۍ ترسره کړي و د ستاینلیک په ورکړې سره قدردانۍ وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۹:۳۶
Background image

د زمري۲۴مې د نمانځنې کمیټې مسؤلینو د هېواد د صنعت، سوداګرۍ او زراعت د بېلابېلو خونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه

سه‌شنبه (د ۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۲۰مه)، د زمري ۲۴مې د (فتحې ورځې) د نمانځنې کمیټې مسؤلینو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د غونډو په تالار کې د هېواد د صنعت، سوداګرۍ او زراعت د بېلابېلو خونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو د ساحوي کمېټې د پروګرامونو راپور او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د فتحې ورځې د نمانځنې په موخه د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې او روغتیایي شرکتونو د اتحادیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

سه‌شنبه (د ۱۴۴۸ د صفرالمظفر ۲۰مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د یادو شرکتونو د اتحادیې رییس. . .

BACK TO NEWS