د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۵:۱۴
..

دوشنبه ( د ۱۴۴۷ د رجب۲۹مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د دې کمېسیون د غړي دکتور حمیدالله مزمل په مشرۍ وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول شول، په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۲۵۰ټوکه صادره او وارد شویو کتابونو او تقویمونو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې ۳۹ ټوکه هغه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.

۱۴۰۴/۱۰/۲۹هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیا او نیمروز ولایتونو کې خبریالانو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شول

د پکتیا او نیمروز ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او د افغانستان ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې له لوري د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه روزنیز سیمینارونه وړاندې شول.
مسؤلینو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین کونړ ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال کونړ ولایت د سفر په لړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ملي راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۹:۲۶
Background image

خبریالان او رسنۍ د عامه ذهنیت او عامه افکارو په جوړولو کې رغنده رول لري

دغه څرګندونې د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله الهام د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره په میاشتنۍ غونډه کې وکړې.
مسؤلینو په ټولنه کې د. . .

BACK TO NEWS