زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه عامه پوهاوی وشو
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د ۱۷مې ګڼه فرمان په اړه لسګونو تنو زده کوونکو ته د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري ګډونوالو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا، د ناوړه دودونو د زیانونو او د دغو دودونو د مخنیوي په اړه معلومات ورکړل شول.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو امر وایي؛ د دغه ډول عامه پوهاوي پروګرامونو لړۍ به دوام ولري، ترڅو د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان او د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه لازم معلومات ورسول شي.
نوموړي زیاته کړه، د عامه پوهاوي له لارې هڅه کېږي، چې ځوانان او د ټولنې نور وګړي د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.
ورته مهال ګډونوالو د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول ګټور وبلل او ویې ویل: د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه ورکړل شوي معلومات به له دوی سره مرسته وکړي، ترڅو د ناوړه دودونو د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت وپېژني او اداء یې کړي.
۱۴۴۸/۳/۱۱ هـ ق
