په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار د عامه پوهاوي او فکري اصلاح په برخو کې مهمې او ارزښتمنې خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې د تبلیغاتو او فکري جګړې پر وړاندې هوښیار واوسي او د تیرو یرغلونو په مهال تپل شوي افکار چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف وي په وړاندې مبارزه وکړي.
نوموړي د ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د تشریح تر څنګ د درواغو خبرونو، تبلیغاتو او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: اسلامي امارت په تیرو پنځو کلونو کې د حکومتولۍ ټولې چارې په ښه ډول مدیریت کړې دي.
همدارنګه، د سیمینار وړاندې کوونکو په ټولنه کې د ځوانانو رول، د ټولنې فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه خبرې وکړې او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د یادو ولسوالیو مسئولینو د دې پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل او د دې پروګرامونو د دوام ملاتړ یې وکړ.

۱۴۴۸/۳/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS