سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د مطالعې فرهنګ د ودې او د علمي کچې لوړولو په موخه د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل: نن ورځ تر بل هر وخت ټولنه علم او پوهاوي ته زياته اړتيا لري او د ټولنې ټول قشرونه، په ځانګړي ډول ځوانان، بايد د خپلو معلوماتو د زياتوالي او د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې وکړي.
دغه راز نوموړي دغه ډول فرهنګي مرکزونه جوړول یوه اساسي اړتیا وبلله او په دې برخه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبرۍ له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس د ځوانانو لپاره مناسب فرصت برابر شوی، ترڅو له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د علمي او فکري ودې پر لور ګامونه واخلي او د ټولنې او نظام په پیاوړتیا کې اغیزمن رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه په ټولنه کې د کتاب‌لوستنې دود پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ورته مهال د سرپل ولایت اوسېدونکو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا د بیهقي کتاب‌پلورنځي د پرانیستې هرکلی وکړه او د ځوانانو او د مطالعې مینه‌والو لپاره یې د ګټورو، علمي او د وخت له اړتیاوو سره سم د کتابونو د برابرولو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۷/۱۲/۱ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

BACK TO NEWS