سرپل کې د فريلانسینګ د زده کړې مرکز پرانیستل شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۹
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت له‌خوا، د اکټید دفتر په همکارۍ، د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون په ودانۍ کې د فريلانسینګ زده‌کړو مرکز پرانیستل شو.
د سرپل ولایت د ځوانانو چارو آمر د دغه مرکز د جوړېدو موخه د ځوانانو د ظرفیت او مهارتونو لوړول وبلل او ویې‌ ویل: د ځوانانو چارو معینیت او د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي، چې ځوانانو ته د عصري او معياري زده‌کړو زمینه برابره کړي، تر څو ځوانان وکولای شي، د ژوند په بېلابېلو برخو کې له معاصرو زده‌کړو څخه ګټه پورته کړي او په ټولنه کې مؤثر رول ولوبوي.
دغه راز د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د آمریت استازي مولوي عبدالرقیب، د علم زده‌کړه د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبلله او ویې‌ ویل: د علم زده‌کړه فرض دی، موږ باید له ټولو موجودو امکاناتو څخه د ګټورو مهارتونو او پوهې د ترلاسه کولو په موخه ګټه واخلو او راتلونکو نسلونو ته هم علم ورسوو.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما د دې زده‌کړیز مرکز د جوړېدو موخه له معاصرو مهارتونو سره د ځوانانو بلدتیا یاده کړه او ویې ‌ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې له همکارو بنسټونو سره یو ځای، د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې د معياري زده‌کړې زمینه برابره کړي، تر څو ځوانان وکولای شي د لازمو مهارتونو او وړتیاوو په مټ ټولنې او نظام ته خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې مرکز کې د فريلانسینګ، ګرافیک ډیزاین، انګلیسي ژبې او کمپیوټري مهارتونو پروګرامونه تدریسېږي، چې په دې سره به د سرپل ولایت د ځوانانو لپاره د زده‌کړو او د کار زمینه برابره شي.

۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

په مقر او ناوې ولسوالیو کې علمي سیمینارونه ترسره شول 

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریتونو په همغږۍ د دغه ولایت په مقر او ناوې ولسوالیو کې یو شمېر ځوانانو ته د فکري اصلاح په موخه علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
Background image

د فرهنګ او هنر معین د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د افغانستان لپاره د فیروزکوه مؤسسې له عمومي رئیسې مېرمن لیان او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۶:۱۵
Background image

فاریاب کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه سیالۍ ترسره شوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې (د خوښیو، فاتحو او حج او عمرې څخه د راستنېدو په. . .

BACK TO NEWS