پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
.

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او خبریالانو په ګډون د ولایت مقام کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د خبریالانو د کاري وضعیت د ښه والي، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د حکومت د فعالیتونو او پروګرامونو د لا ښه پوښښ پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور د رسنیو د اهمیت په اړه وویل: رسنۍ او خبریالان د عامه پوهاوي، د افکارو جوړولو او د حقایقو په انعکاس کې مهم او ارزښتمن رول لري.
 نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د ځان بساینې پر لور روان دی او هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه لویې پراختیايي او اقتصادي پروژې پلې کېږي، چې د اسلامي نظام له لاسته‌راوړنو څخه شمېرل کېږي.
د پروان والي له خبریالانو څخه وغوښتل، چې د هر ډول پیغام او معلوماتو له خپرولو وړاندې کره‌والی وڅېړي او د پېښو د انعکاس پر مهال لازم دقت وکړي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم له رسنیو سره د پوره همکاریو او همغږیو ډاډ څرګند او ویې ویل: د اسلامي نظام له واکمنېدو وروسته د پروان رسنیو خپل نشراتي فعالیتونه د نظام له تګلارو سره سم تنظیم کړي او د دولتي ادارو د لاسته‌راوړنو په رسنیز کولو کې یې لازمه همکاري کړې ده.
ورته مهال، د پروان د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو په استازیتوب یوه تن د حکومت د پروګرامونو په پوښښ کې د رسنیو د لا دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ او د رسنیو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۱
Background image

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه

پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS