سلګونو تنو زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۱۲
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري په استقلال لیسه کې شاوخوا ۴۰۰ تنو زده کوونکو ته د مطالعې دود د پیاوړتیا، د زده کوونکو هڅولو او د اغیزمنې مطالعې لارو چارو ښودلو په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د اغیزمنې مطالعې کولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دوی په ټولنه کې د مطالعې دود پراختیا او پیاوړتیا ته هڅې کوي، په همدې موخه د عامه کتابتونونو ریاست تالارونه د شپې له لوري تر لسو بجو پورې د ټولو پر مخ پرانیستي.
ښاغلي صمیم له زده کوونکو څخه وغوښتل، چې خپل او د ټولنې ښې راتلونکې جوړولو په موخه د وخت له بې ځایه تیرولو څخه مخنیوی وکړي او د ورځنیو چارو ترڅنګ د بېلابېلو مضامینو مطالعې کولو ته هم وخت ځانګړی کړي.
دغه راز د استقلال لیسې آمر هم د مطالعې په اړه خبرې وکړې او له زده کوونکو یې وغوښتل، چې د علمي ظرفیت لوړولو په موخه عامه کتابتونونونو ته مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترې دې وړاندې هم د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د مرکز ترڅنګ بېلابېلو ولایتونو کې د مطالعې دود پراختیا او پیاوړتیا په موخه سلګونو تنو ځوانانو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شوي دي.

۱۴۴۸/۱/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي رحمت الله ریحان د دغه ولایت د بېلابېلو امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې له دغې ناستې څخه موخه د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د دربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۲
Background image

کندز کې لسګونو ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري لسګونو بې‌وزله ځوانانو ته د انګلیسي ژبې وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوه.
د ځوانانو چارو آمر وویل: ځوانان باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه ګټه. . .

BACK TO NEWS