غور کې د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۸
..

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ او ستونزو د ارزونې په موخه غونډه وکړه.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل: افغانستان ګڼ شمېر سیاحتي، فرهنګي او تاریخي جاذبې لري او د سیاحتي شرکتونو مسؤلین باید د خپلو دندو د مسؤلانه ترسره کولو ترڅنګ، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په همغږۍ د سیاحتي خدمتونو د اسانتیا او د سیلانیانو د راجلبولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو په دې ولایت کې د ګرځندوی صنعت لا زیات وده وکړي، ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او کورني عواید هم لوړ شي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې هېڅ شرکت یا شخص د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رسمي جواز پرته د ګرځندوی په برخه کې د فعالیت حق نه لري او ټول فعالیتونه باید د نافذو قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره شي.
د سیاحتي شرکتونو د مسؤلینو په استازیتوب خلیل احمد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو او لارښوونو څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې سیاحتي شرکتونه به د ګرځندوی له اړوندو برخو سره په همغږۍ د لا ډېرو سیلانیانو د جذب لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۵
Background image

هرات کې د (بصیرت نوین)  په نوم فرهنګي مرکز پرانیستل شو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د (بصیرت نوین) په نوم فرهنګي مرکز د یو شمېر فرهنګیانو، د پوهنتون استادانو، لیکوالانو، شاعرانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو په شتون کې پرانیستل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د غور جام تاریخي منار د بیارغونې چارې پیل شوې

غور ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د آغاخان فرهنګي بنسټ استول شوي پلاوي د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم سره په لیدنه کې د جام تاریخي منار د بیارغونې او د لومړي پړاو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۲۴
Background image

بامیانو کې ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو او ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري، د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د «فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې» تر سرلیک لاندې د خبریالانو، مطبوعاتي. . .

BACK TO NEWS