فاریاب کې د (فکري جګړې او پایلې يې) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۵
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو، فرهنګیانو او محصلینو ته د (فکري جګړې او پایلې يې) په نوم یو ورځنی علمي سیمینار وړاندې شو. 
په دغه سیمینار کې د فاریاب د اقتصاد رئیس مفتي فضل‌الهادي فاروق او د فرهنګي مبارزینو فعالو غړو وویل: نن ورځ د فکر او باور په ډګر کې د تیارو او رڼا ترمنځ جګړه روانه ده او د بریا لپاره یوازینۍ لاره فکري ویښتیا، فرهنګي پوهاوی، د علم او ایمان درلودل دي،  کلمات د ویښتیا وسایل دي، چې ذهنونه د ناپوهۍ او دوکې له بند څخه خلاصولی شي. 
دغه راز استاد ګلاب ‌الدین خلیل او استاد سید عبدالظاهر دیانتي په وار سره د فکري جګړې د وسایلو، د وخت ارزښت او د فرصتونو د سمې استفادې په اړه ویناوې وکړې او د ټولنې د خوندي ساتلو په موخه یې د فرهنګي نفوذ پر وړاندې د پوهاوي پر رول ټینګار وکړ.
د سیمینار په وروستۍ برخه کې، ګډونوالو له ویناوالو سره په یو پرانیستي او علمي چاپېریال کې د پوښتنو او وړاندیزونو له لارې بحثونه وکړل او دغه علمي سیمینار د استادانو له روښانه ځوابونو او د ځوانانو په پراخ هرکلي سره پای ته ورسېد.

۱۴۴۷/۴/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د نیمروز او سمنګان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ته جهادي آثار وسپارل شول

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم ته د یاد ولایت د جهادي قومندان مولوي محمد اسماعیل (خالد عمر) له لوري یوه تاریخي وسله، چې د MG 34 (Maschinengewehr 34) په نوم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ځوانانو چارو رئیس د WCC مؤسسې له مسوول سره لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي، د WCC مؤسسې له مسؤل بصیر میاخیل سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۹
Background image

لغمان کې د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د سیاحتي شرکتونو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د سیاحت او ګرځندوی. . .

BACK TO NEWS