له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې تاریخي کلا وموندل شوه
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هڅو د سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ د فرنجل په سیمه کې یوه لرغونې تاریخي سیمه چې د کافر کلا په نوم یادیږي او تاریخي مخینه یې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې ته رسېږي، د لومړي ځل لپاره د یاد ریاست د تاریخي آبداتو په ډیټابیس کې ثبت شوه.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وایي؛ د فرنجل په سیمې اړوند کافر کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر په ډېر مستحکم او ستراتیژیک ځای کې رغول شوې، چې ګڼ شمیر امنیتي برجونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري، چې د خپل وخت پوځي او دفاعي موخې لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده.
د نوموړي په وینا؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ژمن دی، چې د امیرالمؤمنین (حفظه الله) د تاریخي آثارو او سیمو د ساتنې اړوند فرمان په بشپړ ډول عملي کړي او د اړتیا وړ تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره هڅې کوي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د پروان ولایت له ولسونو څخه وغوښتل چې د تاریخي ځایونو د ثبت او ساتنې په برخه کې د یاد ریاست سره پوره همکار وکړي..
د سیمې اوسیدونکو وویل: د کافر کلا په شمال کې یوه لرغونې کلیواله سیمه موقعیت لري، چې د بودا کلي په نوم یادېږي.
۱۴۴۸/۱/۲۸ هـ ق
