لوګر کې له فعالو ځوانانو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له یو شمېر فعالو ځوانانو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري وویل: قلمي جهاد او مبارزه د اسلام مبارک دین کې ځانګړی ځای لري او د اسلامي نظام د استحکام، پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې قلمي جهاد او مبارزه خورا مهم اهمیت لري.
ښاغلي جوهري زیاته کړه؛ په جهادي ډګر کې مو خپل دښمن ته داسې ماتې ورکړه، چې تاریخ پرې ویاړي، لله الحمد زموږ ځوانانو د قلم په څوکه د فکري مبارزې ډګر کې هم دښمنانو ته سخت ګوزارونه ورکړي او د مسلمه امت ځوانانو کې یې د آزادۍ شعور راژوندی کړی دی.
دغه راز د غونډې نورو ویناوالو ځوانانو ته په خطاب کې وویل: زموږ خوږ پیغمبر (ص) ټول عمر د مبارزې ډګر ګرم ساتلی وو او موږ مکلف یو، چې د هغه مبارک د امتیانو په حیث دغه سنګر همداسې ګرم وساتو.
۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق
