د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
..

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د رسنیو د ستونزو او اړتیاوو، د مسلکي ژورنالېزم د پیاوړتیا او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او رسنیو ترمنځ د لا اغېزمنې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر د عامه پوهاوي، د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، د ټولنیزې اصلاح او د خلکو ترمنځ د سالمو معلوماتو د رسؤلو په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید د خبرونو په خپرولو کې دقت، امانتداري او مسلکي اصول په پام کې ونیسي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خبرونو له خپرولو وړاندې د معلوماتو تثبیت او له باوري سرچینو څخه استفاده د رسنیو له مهمو مسؤولیتونو څخه دي، ځکه ناسم او ناتایید شوي معلومات کولای شي، د خلکو ترمنځ د اندېښنې او بې‌باورۍ سبب شي.
همداراز د رسنیو مسؤلینو او استازو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۱۹
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په مشرۍ د بېلابېلو رسنیو له مسؤولینو او استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیتونو، د کره او پر وخت معلوماتو د خپرولو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

لوګر کې د فکري او اغېزمنو پروګرامونو خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې له لوري په دې ولایت کې د فکري او اغیزمنو پروګرامونو جوړولو او خپرولو له امله د رسنیو مسؤلین وستایل شول.
د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې پکې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله. . .

BACK TO NEWS