ماشین‌خانه کې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیستل شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۲۰:۵
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د قرآن کریم لیکلو او د بېهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري په ماشین‌خانه کې د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو دایمي نشراتي او فرهنګي بازار پرانیستل شو.

دغه بازار د چاپ او خپرولو صنعت د ملاتړ، د ناشرانو او کتاب‌پلورونکو د اثارو معرفي کولو، د مطالعې او کتاب‌لوستنې فرهنګ د ودې او همدارنګه د فرهنګي او نشراتي فعالیتونو د پراختیا لپاره د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.

د پرانیستې په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف‌الله حکیمي، د لوړو زده‌کړو وزارت سلاکار مفتي محمودالحسن محمود، د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد، د قرآنکریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئیسانو، د امارتي ادارو مسؤلینو، ناشرانو، کتاب‌پلورونکو، لیکوالانو او د علم او ادب مینه‌والو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف‌الله حکیمي د فردي او ټولنیز ژوند په برخه کې د کتاب پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: کتاب د پوهې او معلوماتو له مهمو سرچینو څخه دی او د انسان د بریا لامل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری دی؛ انسان له وخت ضایع کولو څخه ژغوري او فکري ته یې د علمي او شخصیتي ودې لپاره زمینه برابروي.

همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د ماشین‌خانې د تاریخچې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: دغه سیمه په پخوا وختونو کې د وسلو د جوړولو او ترمیم په موخه جوړه شوې وه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرمان پر اساس د خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو په دایمي نشراتي او فرهنګي مرکز بدله شوه.

ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې په دغه بازار کې به یو ملي کتابتون هم جوړ شي، ترڅو څېړونکي او د مطالعې مینه‌وال ترې ګټه واخلي. نوموړي وویل: اسلامي امارت، په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له خپرندویانو، کتاب‌پلورونکو او مطبعو څخه ملاتړ کوي او د دوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د خپرونو چارو معین له ګډونوالو څخه وغوښتل؛ چې خلک مطالعې ته وهڅوي او د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ د ودې په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

ورته مهال د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست اړوند د قرآنکریم لیکلو آمر مولوي عزت‌الله عابد، د لوړو زده‌کړو وزارت سلاکار مفتي محمودالحسن محمود، د کابل پوهنتون استاد او د خپرندویانو د اتحادیې مرستیال سید احمد سعید، د مطبعو په استازیتوب حسین فرهاد قرضي او د کاغذ د تولیدوونکو او واردوونکو په استازیتوب عبدالرحیم حکیمي د دغه بازار د فرهنګي ارزښت په اړه خبرې وکړې، دوی دغه بازار د نشر او چاپ د صنعت د ملاتړ، د خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو د اثارو د معرفي کولو او همدارنګه د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ د ودې په برخه کې مهم او اغیزمن وباله.

د یادونې وړ ده، چې دغه بازار کې به د یوې اوونۍ په ترڅ کې د کتابونو نندارتون، د بیهقي کتاب خپرولو ریاست او خصوصي خپرندویانو د نویو چاپ شویو کتابونو د مخکتنې مراسم، فرهنګي ناستې او د مطالعې او کتاب‌لوستنې د فرهنګ د ودې اړوند نور پروګرامونه هم جوړ شي.

۱۴۴۸/۳/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سیاحتي، زیارتي او روغتیايي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزي، د دې ولایت د سیاحتي، زیارتي او روغتیايي شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو او د یو شمېر سیاحتي، زیارتي او روغتیایي شرکتونو له مسؤلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه سلګونه زده کوونکي فارغ شول

د کونړ او غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند د وړیا ښوونیزو مرکزونو له انګلیسي او کمپیوټر ټولګیو څخه شاوخوا ۱۹۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
فراغت غونډې ته د وینا پرمهال د اطلاعاتو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

غزني کې (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم ګڼ شمېر استادانو، فرهنګیانو، زده کړیالانو، زده‌کوونکو او ځوانانو. . .

BACK TO NEWS