مجاهد موزیم ته یو شمېر جهادي آثار وسپارل شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۳۱
..

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د اوسېدونکي حاجي دوران له لوري د نوموړي د شهید زوی شفیع الله شرافت یو شمېر جهادي وسایل (یوه قبضه مکروف توفنچه، کمربند، پاج او چپلکې) وسپارل شول.
د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد د ښاغلي دوران له دې اقدام څخه مننه وکړه او د شهیدانو اړوند اثار یې د راتلونکو نسلونو لپاره ارزښتمن میراث یاد کړ، ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې د دغو اثارو ساتنه او خوندي کول د شهیدانو د یاد او د هغوی د مبارزې د اړوندو یادګارونو د ساتنې په برخه کې مهم ارزښت لري.

۱۴۴۸/۵/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۳۱
Background image

مجاهد موزیم ته یو شمېر جهادي آثار وسپارل شول

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم ته د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د اوسېدونکي حاجي دوران له لوري د نوموړي د شهید زوی شفیع الله شرافت یو شمېر جهادي وسایل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند له ښوونیزو مرکزونو څخه سلګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز له انګلیسي ژبې، کمپیوټر پروګرامونو او ویناوالۍ زده کړو له ټولګیو څخه  ۲۰۰ تنه زده کوونکي او د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۸
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار ښاغلي سعدالله اسد د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له تاریخي آبداتو او سیاحتي سیمو څخه یې لیدنه. . .

BACK TO NEWS