مهترلام بابا زیارت او زرغونډۍ تاریخي سیمې څخه څارنه وشوه
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د فرهنګ او ګرځندوی د آمر محمد یعقوب ایوبي او د فرهنګي میراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمد نادر مخور په ملتیا د مهترلام بابا زیارت کې د شته تاریخي ودانیو او زرغونډۍ تاریخي سیمې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
یادو مسؤلينو په مهترلام بابا زیارت کې شته هټیوالو او متولیانو ته د تاریخي ودانیو د ساتنې په برخه کې سپارښتنې وکړې او ويې ویل: د زیارت او تاریخي ودانیو ساتنې ته زیاته پاملرنه وکړئ او نورو ته هم اجازه مه ورکوئ، چې د زیارت ښکلا او نورو بیلابیلو برخو ته زیان ورسوي.
هټیوالو او متولیانو وویل: په ټول توان سره به د زیارت او شته ودانیو خیال ساتي او ساتنه به یې کوي.
۱۴۴۶/۵/۱۷ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۹ هـ ل
