په لاس‌ لیکل شوې د قرآنکریم ارزښتمنه نسخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۵۷
ږږ

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ چې د قرآن کریم یوه ارزښتمنه په لاس‌ لیکل شوې نسخه، چې نږدې ۸۰۰ کاله تاریخي مخینه لري، د دې ولایت آبشار ولسوالۍ کې موندل شوې او یاد ریاست ته سپارل شوې ده.
د مسؤلینو په وینا، دا لرغونې او بې‌سارې نسخه د آبشار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل شوې ده.
د مسؤلینو په خبره، لومړني معلومات ښیي چې دغه سپېڅلی مصحف له تاریخي، فرهنګي او دیني پلوه ډېر لوړ ارزښت لري او لرغونتوب یې شاوخوا اته پېړۍ اټکل شوی دی.
مسؤلینو د دغه هېوادپال وګړي له صادقانه همکارۍ او د مسؤلیت له احساس څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د تاریخي آثارو او فرهنګي میراثونو ساتنه یوه ملي دنده او د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤلیت دی.
د یادونې وړ ده، چې د قرآن کریم دا ارزښتمنه نسخه به له تخصصي څېړنو او علمي ثبت او مستندسازۍ وروسته، د فرهنګي میراثونو د ساتنې له اصولو او معیارونو سره سم تر ځانګړې پاملرنې لاندې وساتل شي، ترڅو د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۵۷
Background image

په لاس‌ لیکل شوې د قرآنکریم ارزښتمنه نسخه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شوه

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي؛ چې د قرآن کریم یوه ارزښتمنه په لاس‌ لیکل شوې نسخه، چې نږدې ۸۰۰ کاله تاریخي مخینه لري، د دې ولایت آبشار ولسوالۍ کې موندل شوې او یاد ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

زرنج ښار کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

 د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د ښه تطبیق په موخه د زرنج ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د فرهنګي فعالیتونو پراختیا او د ادب او شعر ډګر د پیاوړتیا برخو ته هلې ځلې پراخې شوې دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر لوګر ته د سفر په لړ کې د ولایت له مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان. . .

BACK TO NEWS