ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۰
..

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وای‌ اېچ‌ ډي‌ موسسې په ګډې همکارۍ ۱۰۵ تنه ځوانان د مسلکي او حرفوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ او د حرفو اړوند کاري وسایل هم ورته ووېشل شول.
د فراغت په موخه جوړې شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داود آغا هاشمي، د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌ الله نوراني او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
په غونډه کې ویناوالو د ځوانانو لپاره د مسلکي او حرفوي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: د حرفوي زده کړو پراختیا کولی شي ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د هغوی اقتصادي وړتیاوې پیاوړې کړي.
ویناوالو له فارغ شویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه کړو زده کړو او ورکړل شویو وسایلو څخه په سمه توګه ګټه واخلي.

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۷
Background image

کندهار کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترنم او ترانو ریاست او د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه همکارۍ د احمد شاه بابا (رح) کور کې شاعرانو او ترانه ویونکو ته روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د زده کوونکو فکري روزنې په موخه غونډه وشوه

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو سره د دوی د فکري روزنې په موخه غونډه وشوه.
مسؤلینو د ټولنې په پرمختګ کې د زده کوونکو رول مهم وباله او له دوی څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۱۰
Background image

د فرهنګ او هنر معین په کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا له کور څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي او د آغا خان فرهنګي خدمتونو دفتر د تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار. . .

BACK TO NEWS