نیمروز کې د رسنیو له مسؤولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۶
...

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مفتي حبیب الله الهام په مشرۍ د ځایي رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ناسمو رواجونو، مخدره موادو او انساني قاچاق اړوند د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله فرامین او همدا راز د ترافيکي اصولو په اړه د عامه پوهاوي د خپرونو د چمتو کولو اړوند هر اړخیزې سپارښتنې وکړې او د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو څخه یې وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د فرمانونو ښه پلي کولو په برخه کې د نشراتي پالیسۍ او د ټولنې د غوښتنو او اړتیاوو سره سم  پروګرامونه چمتو او خپاره کړي.
په دغه ناسته کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسؤول عبدالغفار عزيزي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ په ټولنه کې د اسلامي نظام د لاسته راوړنو، فعالیتونو خپرولو او انعکاس ورکولو کې د خبریالانو پر رول ټینګار وکړ او د امارتي مسؤولینو له ملاتړ، همغږۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه خوښي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د رسنيو سره د دوامداره همکاریو په اساس خوښي څرګنده کړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې له اړونده مسؤلینو سره شريک کړل.

۱۴۴۷/۳/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۴
Background image

ځوانانو ته د آنلاین او سوداګرۍ زده کړو مرکز پرانېستل شو

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست، د اکتید مؤسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت ۱۷۴ تنو ځوانانو لپاره د آنلاین او سوداګرۍ زدهدکړو زمینه برابره کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۳۵
Background image

په هرات کې د فکري ویښتیا، اسلامي ارزښتونو او اوولسمې ګڼې فرمان په اړه علمي کنفرانس جوړ شو

هرات کې د ځوانانو چارو آمریت له لوري دویم علمي کنفرانس د «فکري ویښتیا، د اسلامي ارزښتونو بنسټیز کول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان» تر سرلیک لاندې جوړ شو.
د هرات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۳:۰
Background image

په اسلامي نظام کې د خبریالانو د مسلکي او فکري ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو

تخار کې «په اسلامي نظام کې د خبریالانو مسلکي او فکري ظرفیت لوړونه» تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار د خبریالانو د مسلکي، فکري او تخصصي ظرفیت لوړولو، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS