نیمروز کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وړیا ښوونیز مرکز په اتلسمه دوره کې ۶۵ تنو زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو زده کړو په برخه کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیبالله الهام د اسلام سپیڅلي دین د لارښونو په رڼا کې د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: د علم زده کړه د نننۍ عصر له اساسي اړتیاوو څخه ده او هغه ټولنه چې باسواده وي بريالی ده..
ښاغلي الهام زیاته کړه د علم د زده کړې ښه فرصتونه برابر شوي دي او ځوانان بايد ترې سمه ګټه واخلي.
۱۴۴۸/۲/۱۳ هـ ق
