هرات کې سلګونو ځوانانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوه
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې د ځوانانو آمریت اړوند د انګليسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ او خطاطۍ ټولګیو کې دوه سوه تنو ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
مسؤلینو زیاته کړه، چې د دغو ټولګیو د جوړېدو موخه ځوانانو ته د زدهکړو فرصتونه برابرول، د ځوانانو د علمي ظرفیت او مهارتونو لوړول او د ځوانانو د وزګار وخت اغېزمن استفاده کول دي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دغو پروګرامونو له هرکلي څخه څرګندیږي، چې ځوانان د ګټورو مهارتونو زدهکړې ته ځانګړې لېوالتیا لري او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي، چې د ورته روزنیزو پروګرامونو په مرسته د ځوانانو د علمي، فرهنګي او مسلکي ودې لپاره لا ښه او مناسب فرصتونه برابر کړي.
۱۴۴۸/۲/۴ هـ ق
