پروان کې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د ساتنې په موخه غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۰
..

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د ساتنې په موخه په بګرام ولسوالۍ کې د یو شمېر سمیه ییزو ادارو له مسؤلینو او د دې ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د اوسیدونکو له استازو سره غونډه وشوه.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر عتیق الله صافي تاریخي آبدات او لرغونې سیمې د هېواد ملي شتمني وبلله او زیاته یې کړه، چې د دغو ارزښتمنو میراثونو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. د نوموړي په خبره؛ پروان کې لسګونه تاریخي آبداتو او لرغونو سیمې ثبت شوې دي، ده له ولسي استازو څخه وغوښتل، چې د نورو تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د معرفي کولو، ساتلو او ثبتولو بهیر کې هم پوره همکاري وکړي.
ورته مهال مسؤلینو د ورته غونډو جوړول مهم وبلله او ویې ویل: د تاریخي سیمو د ارزښت او اهمیت په اړه باید د علماوو له خوا ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او د دغو ملي شتمنیو د خوندي ساتلو په موخه به پوره هڅې وشي.
د غونډې په پای کې، ولسي استازو د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او ژمنه یې وکړه، چې د تاریخي آثارو د قاچاق او غیرقانوني کیندنو د مخنیوي په برخه کې به له اړوندو ادارو سره پوره همغږي او همکاري وکړي.

۱۴۴۸/۵/۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS