پنجشېر کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۴۳
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ډول روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د عامولو لپاره هڅې کړې دي، د بېلابېلو فرهنګي او روزنیزو پروګرامونو او غونډو له لارې یې د ځوانانو او د ټولنې نورو قشرونو ترمنځ د مطالعې فرهنګ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره اغېزمن کار کړی دی.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع‌الله صمیم د کتاب او مطالعې پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ د عامه کتابتونونو ریاست د کتابتونونو د تجهیز، پراختیا او ملاتړ په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی، د پنجشېر د عامه کتابتون ستونزو او وړاندیزونو ته به پر وخت رسېدنه وشي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د عامه کتابتونونو ریاست د دې ډول سیمینارونو په جوړولو سره هڅه کوي، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ ته وده ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیمینار د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د عامولو او ځوانان د علم ترلاسه کولو لپاره د هڅولو او په پنجشېر ولایت کې د علمي او فرهنګي پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه جوړ شوی و.

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴۹
Background image

کاپیسا البیروني پوهنتون لوېدیځ لوري کې وړیا ښوونیز مرکز پرانیستل شو

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البیروني پوهنتون لوېدیځ لوري کې د ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز پرایستل شو. چې په دې اړوند جوړه شوې غونډه کې د کاپیسا د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل د ۱۱مې ناحیې اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۱۱مې ناحیې (شمالي ترمینل) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۲:۹
Background image

خوست کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همکارۍ د کتاب او کتاب لوستنې فرهنګ پیاوړتیا او  کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅولو په موخه درې ورځنی نندارتون. . .

BACK TO NEWS