په هرات کې د ۱۵ څخه د زیاتو پخوانیو او دودیزو هنرونو بیا راژوندي کول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۱:۱۵
..

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمریت مسؤلين وايي، په دغه مرکز کې د دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو د زده کړې، تولید او ودې لپاره د هنر مینه والو ته له پنځلسو څخه د زیاتو پخوانیو او دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د مسؤلینو په وینا؛ په دې دارالفنون کې هنرمندان د دودیزو هنرونو ترڅنګ، د ښکلو هنرونو په بېلابېلو برخو او عصري سبکونو کې هم فعالیت کوي او هڅې کېږي، چې د ځوانانو د هنري استعدادونو د ودې او د پخوانیو لاسي صنایعو د ساتنې لپاره زمینه برابره شي، دا مرکز په بېلابېلو هنري برخو کې فعالیت لري او د دودیزو هنرونو ساتنې ته پاملرنه کولای شي، د هېواد د فرهنګي میراثونو په خوندي کولو او راتلونکو نسلونو ته د دغو هنرونو په لېږد کې مهم رول ولري.
د دارالفنون یو شمېر فعال هنرمندان وايي: په دغه مرکز کې تولید شوي هنري اثار د کورنیو بازارونو ترڅنګ، د یو شمېر بهرنیو وګړو له خوا هم پېرودل کېږي، د لاسي صنایعو لپاره د مناسب بازار رامنځته کېدل کولی شي د دغو هنرونو د لا ودې او هنرمندانو ته د اقتصادي فرصتونو د برابرېدو زمینه برابره کړي.
تسبیح جوړونه، خراسي، ښیښه جوړونه، میناتوري، حکاکي، د لرګیو صنایع، نقاشي، مهره دوزي او یو شمېر نور لاسي صنایع هغه هنرونه دي، چې د هرات په دارالفنون کې یې زده کړه او تولید کېږي.
دغه فرهنګي مرکز د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د اختیارالدین کلا دننه په وړیا توګه د هنرمندانو په واک کې ورکړل شوی دی.

١٤٤٨/٣/٣٠ ه ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۲۴
Background image

ځوانانو ته د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ریاست د غونډو په تالار کې د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د (۱۳) ګڼې فرمان، چې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د لسګونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۲:۴
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کارکوونکو سره د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو او احکامو د لا ښه تطبیق په موخه اصلاحي غونډه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو او احکامو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د لا ښه تطبیق په موخه، د اطلاعاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۴۲
Background image

دوه پیړۍ تاریخي قدامت لرونکی رحل مجاهد موزیم ته وسپارل شو

د ملي دفاع وزارت د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسد الله اعزاز له خوا د شاوخوا ۲۲۲ کلونو تاریخي مخینې درلودونکی د قرآنکریم یو لرګین رحل د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند. . .

BACK TO NEWS