ځوانانو ته د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ریاست د غونډو په تالار کې د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظهالله) د (۱۳) ګڼې فرمان، چې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د لسګونو ځوانانو لپاره د عامه پوهاوي په موخه يو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
په سیمینار کې ځوانانو ته د انساني قاچاق د زیانونو، په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته د تګ د خطرونو او د یاد فرمان د مهمو ټکو په اړه معلومات ورکړل شول.
د ځوانانو چارو آمر وویل: د ځوانانو لپاره د کار، زدهکړو او تعلیم په برخو کې بېلابېل فرصتونه برابر شوي او له ځوانانو څخه مو غوښتنه ده، چې د قاچاقي لارو له لارې نورو هېوادونو ته له تګ څخه ډډه وکړي، نوموړي د ځوانانو د پوره ملاتړ ډاډ هم څرګند کړ.
په پای کې ځوانانو د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
۱۴۴۸/۴/۱ هـ ق
