په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله د خواخوږۍ پيغام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۰:۳۲
په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله د خواخوږۍ پيغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برمل، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې، سلګونه کورونه نړېدلي او په تأسف سره چې تر ۳۰۰ تنه هېوادوال شهیدان او له ۵۰۰ زیات ټپيان شوي دي.

دا احتمال هم شته چې د مرګ ژوبلې کچه لا لوړه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د دغې لویې پېښې له امله د ټولو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشیني څرګندوي، غمځپلو کورنیو او متعلقینو ته يې د الله تعالی له دربار څخه د زغم او صبر هیله کوي، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړي.

د اسلامي امارت د حوادثو ضد وزارت، ورسره ټولو اړونده مسئولینو، والي صاحبانو او عامو افغانانو ته لارښونه کېږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هر څه ژر د پېښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را اېستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او له بې سرپنا شوو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.

ورسره له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشر پالو نهادونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس ورکړي او له غم ځپلو سره هر څومره چې ممکنه وي، خپلې مرستې ونه سپموي.

له الله تعالی څخه غواړو چې نور زموږ بېچاره ولس له امتحانونو او مصیبتونو څخه وساتي!

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

نږدې راتلونکي کې به د مقر ولسوالۍ کتابتون فعال او ګټې اخستنې ته وسپارل شي

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس ملا حميدالله نثار د مقر ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او اوسيدونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د لوګر ښوونیز مرکز پسرلني پروګرام کې۳۰۰ تنو زده کوونکو ته درس پیل شو

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د یاد ریاست اړوند ښوونیز مرکز له کې ۳۰۰ زده کوونکو ته درسي پروګرام پيل کړ.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند کې د ښوونځي زده کوونکو ته د عامه کتابتون په اړه معلومات ورکړل شول

چهارشنبه( ۱۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند عامه کتابتون په اړه د لارښود خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته معلومات ورکړل شول.

د عامه کتابتون مدير محسن عمري د. . .

BACK TO NEWS