پکتیا کې خبریالانو ته د عقیدوي، فکري او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د پکتیا ولایت ګڼ شمېر خبریالانو، شاعرانو، فرهنګپالانو او قلموالو مبارزینو ته د عقیدوي، فکري او مسلکي ظرفیت لوړونې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: هر خبریال او قلموال چې خپل قلم ته ژمن پاتې نه شي، د ولس په منځ کې خپل باور او محبوبیت له لاسه ورکوي، ټول باید د حق ویلو او حق لیکلو ته ژمن پاتې شو، ترڅو راتلونکو نسلونو ته یو روښانه او مستند تاریخ په میراث پرېږدو.
دغه راز د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د رسنیو مسؤلین، خبریالان، لیکوالان، قلموال مبارزین او قومي مخور مسؤلیت لري، چې د هېواد مثبت بدلونونه، د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) فرامین او د اسلامي نظام لاسته راوړنې په اغېزمنه توګه خلکو ته ورسوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، چې رسنۍ باید د اطلاع رسونې ترڅنګ حقایق هم ولس ته وړاندې کړي، د ځوان نسل د سالم ذهنیت په جوړولو کې ونډه واخلي او د عامه افکارو د سمون او ساتنې لپاره کار وکړي.
ورته مهال پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد، د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس او ویاند قاري خبیب غفران او د خپرونو چارو معینیت سلاکار مولوي عبدالحق حماد د مسلمان اساسي مسؤلیت د اسلامي نظام اقامه او د اسلامي امت د یووالي ساتنه وبلله او ویې ویل: خبریالان یوازې د اطلاع رسونکې نه دي، بلکې د اسلامي هویت، ملي فرهنګ او تاریخي ارزښتونو د ساتنې مهم مسؤلیت لري، سره له دې چې مسلمانانو ته پراخ امکانات ورکړل شوي، خو د ایمان او عقیدې کمزوري، خپلمنځي اختلافات، له عصري ټکنالوژۍ څخه لرېوالی، د شرعي نصوصو ناسم تعبیر او رسنیز ډګر ته کمه پاملرنه د اسلامي امت د وروسته پاتې کېدو مهم عوامل دي، د نوموړو په وینا؛ رسنۍ باید د خپلو امکاناتو له لارې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او ثبات لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د غونډې په لړ کې د پکتیا مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌ پرور وویل: خبریالان باید داسې خپرونې جوړې کړي، چې جامع، کره او پر حقایقو ولاړ وي، دوی له خبریالانو څخه وغوښتل چې د ناسمو تبلیغاتو، افواهاتو او ناسم اطلاع رسونې پر وړاندې د مستندو معلوماتو له لارې ولس ته حقایق روښانه کړي.
د پکتیا د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل ساحل منګل د خبریالانو او رسنیو ستونزې له مسؤلینو سره هم شریکې کړې.
د یادونې وړ ده، چې په دغه سیمینار کې د پکتیا پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد محمد ایاز ذکي د خبریالانو مسلکي ظرفیت لوړونې په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

۱۴۴۸/۲/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د هېواد د خپلواکۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه بېلابېلو برخو کې چمتووالی روان دی

د اطلاعاتو او فرهنګي ولایتي ریاستونو مسؤلین وایي؛ چې د زمري د ۲۴مې د هېواد د خپلواکۍ ورځې د رارسېدو په مناسبت بېلابېلو برخو کې ښه چمتووالی روان دی او ټاکل شوې ده، چې دغه تاریخي ورځ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

جاغوري ولسوالۍ کې د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریت په همغږۍ جاغوري ولسوالۍ کې د ښوونځیو استادانو، ځوانانو، فرهنګیانو، رسنیزو کارکوونکو، زده‌کوونکو او زده کړیالانو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۱۱
Background image

په ۱۷مې ګڼې فرمان کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د الصارم فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ چې څه موده وړاندې په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه. . .

BACK TO NEWS