پکتیا کې د تقریري سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۲۵
...

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري چې د کتاب لوستنې او مطالعې دود د پیاوړتیا په موخه د لسګونو زده‌کوونکو ترمنځ تقریري سیالي ترسره شوې وه، پایلې اعلان او لس تنو مخکښو ګډونوالو ته یې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب‌ جان اسلامیار د مطالعې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د کتاب لوستنې فرهنګ د لاپیاوړتیا په موخه اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو ځوانان له علمي او فکري پلوه لا پیاوړي شي.
دغه راز د هنر او فرهنګ آمر د مطالعې ارزښت ته په اشارې وویل: کتاب لوستنه د ټولنې د فکري ودې بنسټ جوړوي او هڅه کېږي، چې د عامه کتابتونونو له لارې د زده‌کوونکو لپاره د مطالعې زمینه لا پراخه شي، همداراز د اطلاعاتو آمر د یادې ازموینې د شفافیت په اړه ډاډ څرګند کړ او د ځوان نسل د هڅونې او استعدادونو د راویښولو په موخه یې علمي او فرهنګي پروګرامونه جوړول مهم وبلل.

۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS