کونړ کې د سیمه ایزو رسنیو خبریالانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
...

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د خبریالانو د همغږۍ د اتحادیې له لوري د یونسکو په مالي ملاتړ د کونړ سیمه ایزو رسنیو خبریالانو او یو شمېر امارتي ویاندویانو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان د خبریالانو د مسلکي روزنې او ظرفیت لوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د خبریالانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره به لا زیاتې هڅې وشي، نوموړي دغه ورکشاپ د خبریالانو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ګټور وباله.
دغه راز د خبریالانو د همغږۍ اتحادیې مشر محمد ابراهیم امرخېل د ورکشاپ د موخو او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د خبریالانو او ویاندویانو ترمنځ یې د همغږۍ او مسلکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ورکشاپ د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین غر له لوري د خبریالانو خوندیتوب او څېړنیزې راپور جوړونې تر عنوانو لاندې ترسره شو.
 په پای کې ګډونوالو ته تصدیق‌ پاڼې هم وویشل شوې.

۱۴۴۸/۵/۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS