ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
..

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو په مراسمو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله الهام د مشرتابه (حفظه الله) لخوا د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: ناوړه دودونه په ټولنه کې د اختلافاتو او بدو پایلو لامل کیږي، چې باید مخنیوی يې وشي.
په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د سیمینار د اهمیت او د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: له دغه سیمینار څخه موخه په خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو په مراسمو کې د ناوړه دودونو مخنیوی دی، ویناوالو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي، ترڅو ټولنه کې ناوړه دودونه له منځه ولاړ شي.

۱۴۴۸/۵/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS